جمعه, جون 19, 2026
جمعه, جون 19, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسیا هېوادونو په قزاقستان کې خبرې اترې وکړې

د قزاقستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولۍ ویلي چې د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسیا د هېوادونو د ځانګړو استازو اتمه غونډه د آلماتی په ښار کې ترسره شوې ده. د دغې استازولۍ د خبرپاڼې له مخې، په غونډه کې چې د ملګرو ملتونو د استازو په ګډون جوړه شوې وه، د افغانستان پر وروستیو تحولاتو او د سیمې لپاره د هغو پر اغېزو خبرې او د نظرونو تبادله شوې ده. په دې غونډه کې د افغانستان اقتصادي، ټولنیز او بشري وضعیت، د اوبو مدیریت، اقلیمي بدلونونه، بشري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه، او همدارنګه د سوداګرۍ، سیمه‌ییز اتصال او همکاریو اړوند موضوعات څېړل شوي دي. په همدې حال کې، ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې بشري وضعیت د مرستو د کمېدو او د سیمه‌ییزو کړکېچونو د دوام له امله مخ په خرابېدو دی. د دې سازمان د راپور له مخې، روان میلادي کال شاوخوا ۲۲ میلیونه کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري. ملګرو ملتونو د دغو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ۱.۷۱ میلیارد ډالرو بودجې غوښتنه کړې وه، خو د کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د دې بودجې یوازې ۱۶ سلنه تمویل شوې ده.

- Advertisment -spot_img