د العربیه د راپور له مخې، ټاکل شوې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي، نن د پاکستان پلازمېنې اسلامآباد ته سفر وکړي. د راپورونو له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ د روانو خبرو اترو د پایلې په توګه د احتمالي هوکړې د لاسلیک مراسم ښايي د سویس په جینوا ښار کې ترسره شي، او پاکستان به هم په دغه بهیر کې ګډون ولري. پاکستان په وروستیو میاشتو کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د اړیکو په نږدې کولو او د خبرو اترو په اسانتیا کې مهم رول لوبولی دی. راپورونه ښيي چې دواړه لوري یوې هوکړې ته تر بل هر وخت نږدې شوي، خو د لاسلیک د دقیقې نېټې په اړه لا هم رسمي اعلان نه دی شوی.



