شنبه, جون 13, 2026
شنبه, جون 13, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ایران د علي خامنه‌يي د جنازې او خاورو ته د سپارلو د مراسمو نېټه اعلان کړه

ایراني چارواکو د ایران د اسلامي جمهوریت د پخواني مشر، علي خامنه‌يي، د جنازې او خاورو ته د سپارلو د مراسمو د ترسره کېدو نېټه اعلان کړې ده. د ایران د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، د جنازې مراسم به د سرطان په ۱۳مه پیل شي او له څو ورځنیو رسمي، مذهبي او د درناوي له پروګرامونو وروسته به د هغه جسد د سرطان په ۱۸مه د مشهد په ښار کې خاورو ته وسپارل شي. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه مراسم به د تهران، قم او مشهد په ګډون په څو ښارونو کې ترسره شي، او تمه کېږي چې ګڼ شمېر حکومتي چارواکي، مذهبي شخصیتونه او عام وګړي پکې ګډون وکړي. راپورونه دا هم ښيي چې د خاورو ته د سپارلو د وروستۍ نېټې اعلان له څو ځله ځنډ او د دغو مراسمو د ترسره کېدو د څرنګوالي په اړه له ګڼو اټکلونو وروسته شوی دی. ایراني چارواکي وايي، د مراسمو د پراخې کچې د ترسره کېدو لپاره اړینې چمتووالي نیول شوي دي.

- Advertisment -spot_img