متحده ایالات د غیرقانوني مهاجرو د اخراج د پالیسۍ په دوام کې د افغانستان، ایران او څو نورو هېوادونو یو شمېر اتباع د افریقایې مرکزي جمهوریت ته لېږدولي دي. د خبري سرچینو له مخې، د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې (ICE) یو چارټر الوتکه چې د لویزیانا ایالت څخه پورته شوې وه، له یوې لنډې تمې وروسته په ګانا کې، د جمعې ماښام د افریقایې مرکزي جمهوریت په پلازمېنه بانګي کې ښکته شوې ده. که څه هم امریکایي چارواکو تر اوسه د لېږدول شویو کسانو دقیق شمېر نه دی اعلان کړی، خو راپورونه ښيي چې لږ تر لږه دوه ایراني ښځې هم د دغو کسانو په منځ کې شاملې دي. دا کسان مخکې د امریکا د کډوالۍ محکمو له لوري د موقتي استوګنې اجازه او د اخراج د مخنیوي حکم ترلاسه کړی و. د بشري حقونو وکیلان او مدافع بنسټونه د دې اقدام په اړه اندېښنه څرګندوي او خبرداری ورکوي چې ایران ته د دغو کسانو بېرته لېږل کېدلای شي هغوی د شکنجې یا حتی اعدام له جدي خطر سره مخ کړي.



