دونالد ټرمپ، د متحده ایالاتو ولسمشر، د پنجشنبې په ورځ د جوزا په ۲۱مه نېټه په سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت به هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي او د تهران او واشنګټن ترمنځ هوکړه به ژر وروستۍ شي. هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د مجتبی خامنهای له لوري د دې هوکړې د تایید په اړه وه وویل: «لکه څنګه چې زه پوهېږم، ځواب هو دی.» ټرمپ زیاته کړه چې دغه هوکړه ډېره مفصله ده او پراخ جزئیات لري، او که لاسلیک شي نو پر ایران لګېدلي محدودیتونه او محاصرې به لغوه شي.



