د لوګر د طالبانو د بدني روزنې او ورزش امریت مسئولینو ویلي،چې د ولایت په کچه د لس لوبډلو ترمنځ درې ورځنۍ د فوټبال سیالۍ ترسره شوې چې پایلوبه یې شاهین لوبډلې وګټله.
د ياد امریت رییس انجنیر مزمل نعیمزي ویلي، د المپیک عمومي کمېټې په همکارۍ پلعلم ښار کې د ولایت په کچه د لس غوره لوبډلو ترمنځ درې ورځنۍ د فوټبال سیالۍ ترسره شوې.
هغه زیاته کړه، د دغه سیالیو پایلوبې ته شاهین او کلنګار لوبډلو لاره موندله وه،چې شاهین لوبډلې وکولای شول خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړي او بریا خپله کړي.
نوموړي زیاته کړه، د فوټبال یادو سیالیو له جوړېدو څخه موخه د ولایت په کچه فوټبال ورزش ته پراختیا ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکول او د فوټبال غوره لوبغاړو پېژندل وو.
هغه وویل، هڅه کوي لوګر کې د ولایتونو په کچه نورې د فوټبال ورته سیالۍ هم جوړې کړي.
د دغو سیالیو یوه لوبغاړي صدیقالله ویلي، دا ډول سیالۍ کولای شي،چې د ورزشکارانو د ظرفیت کچه لوړه کړي.
نوموړي د طالبانو د المپیک عمومي کمېټې له مسئولینو غوښتي،چې لوګر ولایت کې د فوټبال ورزشکارانو ته د ظرفیت لوړونې سربېره د وسایلو برخه کې هم اسانتیاوې رامنځته کړي.
هېره دې نه وي چې تېره اوونۍ هم د لوګر په کوربهتوب د سوېلختیځ زون پنځو ولایتونو ترمنځ د رزمي لوبو سیالۍ جوړې شوې وې.



