شنبه, جون 27, 2026
شنبه, جون 27, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

محمد اشرف غني احمدزی په تازه پیغام کې د هېواد د وروستیو پېښو په اړه اندېښنه او ژوره خواشیني څرګنده کړه

محمد اشرف غني احمدزي په خپل تازه پیغام کې ویلي چې د هېواد وروستي پېښې، چې د خلکو د ځاني تلفاتو او مالي زیانونو سبب شوي، هغه له ژورې اندېښنې او خپګان سره تعقیبوي. هغه د هرات د وروستیو تاوتریخوالو پېښو او همدارنګه د پاکستان د هوایي بریدونو په اړه چې د هغه په وینا د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل شوي، خواشیني څرګنده کړې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده. نوموړي د ټپیانو لپاره د الله تعالی له دربار څخه د عاجلې روغتیا دعا کړې ده. غني په خپل پیغام کې ټینګار کړی چې د هېواد اوسنی وضعیت د سیاسي بې‌مشروعیته او داخلي بې‌اتفاقۍ له بحران سره تړاو لري او افغانستان د یوه حساس او برخلیک ټاکونکي پړاو سره مخ دی. د هغه په وینا، له دې وضعیت څخه وتل د ملي عقل، یووالي او د ټولو لورو ګډو هڅو ته اړتیا لري. هغه زیاته کړې چې د تلپاتې سولې ترلاسه کول د افغان ولس له لاسه وتلی حق دی او د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره ملي یووالی، تفاهم او د اختلافاتو له منځه وړل اړین دي. نوموړي ویلي چې دا سوله نه یوازې د افغانستان لپاره بلکې د ټولې سیمې د ثبات لپاره هم مهمه ده او باید د خدای تعالی په توکل او ګډو هڅو سره د دوامدارې هوساینې لپاره هڅې وشي.

- Advertisment -spot_img