طالبانو ویلي چې د پاکستان د تېرې شپې په هوايي بریدونو کې د افغانستان په ختیځو او سوېل ختیځو ولایتونو کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي. د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د چهارشنبې په ورځ، د غبرګولي ۲۰مه، په اېکس پاڼه کې لیکلي چې د پاکستان پوځ یو ځل بیا د افغانستان هوايي حریم نقض کړی او د کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو کې یې د ملکي وګړو کورونه بمبار کړي دي. د هغه په وینا، په دغو بریدونو کې ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو نارینه وژل شوي او ۱۴ نور کسان ټپیان شوي دي. بلخوا، د پاکستان حکومت ویلي چې د دغه هېواد هوايي ځواکونو د افغانستان پولې ته نږدې سیمو کې ۲۶ وسلهوال وژلي دي. د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ په اېکس پاڼه کې لیکلي: «په پاکستان کې د وروستیو ترهګریزو پېښو له وروسته، د پاکستان او افغانستان د سرحدي سیمو په اوږدو کې د وسلهوالو پر پټنځایونو او مرکزونو دقیق او هدفمند بریدونه ترسره شول.»



