د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروث سوشال» کې په یوه تازه پیغام کې ویلي چې ایران تېره شپه د امریکا د پوځ یوه پرمختللې اپاچي چورلکه، چې د هرمز تنګي پر سر د ګزمې په ماموریت بوخته وه، نسکوره کړې ده. ټرمپ لیکلي چې په دغه چورلکه کې دوه پیلوټان سپاره وو او دواړه له زیان پرته ژغورل شوي دي. هغه د دې پېښې په اړه ویلي: «سره له دې چې پیلوټان روغ رمټ دي، متحده ایالات اړ دي چې دې برید ته ځواب ووايي.» تر دې وړاندې، د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) هم په یوه اعلامیه کې د عمان ساحلونو ته نږدې د یوې اپاچي چورلکې د سقوط خبر ورکړی و. سینټکام ویلي وو چې دغه چورلکه د «سیمې په اوبو کې د ګزمې» پر مهال له پېښې سره مخ شوې او امریکايي ځواکونو دواړه پیلوټان ژغورلي دي. خو سینټکام په خپلې اعلامیې کې د چورلکې د سقوط د لامل په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.



