د اروپا د پارلمان غړې هانا نیومن وایي، اروپا ته د اسلامي امارت د پلاوي بلنه هغو افغانانو ته ناسم پیغام لېږي چې د خپلو بشري حقونو لپاره مبارزه کوي. هغې پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې میلیونونه نجونې او ښځې له زده کړو او کار څخه محرومې شوې دي. په ورته وخت کې تمه ده چې د اروپا کمېسیون په بروکسل کې د اسلامي امارت د یوه پلاوي کوربتوب وکړي، خو تر اوسه د دغه پلاوي د سفر کره نېټه نه ده اعلان شوې. د اروپا کمېسیون وایي چې له دې پلاوي سره به د افغان کډوالو د اخراج موضوع هم وڅېړل شي. بل لوري ته، د اسلامي امارت چارواکو مخکې تایید کړې وه چې یو پلاوی یې اروپا ته بلل شوی دی.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)