- د غزې په مرکزي برخه کې د یوه هوايي برید له امله د واده مراسم په نښه شوي چې لږ تر لږه اووه کسان پکې وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. د الجزیرې او نورو رسنیو د راپورونو له مخې، دغه مراسم نن د سلګونو ګډونوالو په حضور کې روان وو چې د بمبارۍ هدف وګرځېدل. روغتیايي سرچینې وایي، د یو شمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی او د مرګژوبلې د زیاتېدو احتمال شته. د ټپیانو په منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. تر اوسه د ناوې او زوم د برخلیک په اړه کوم راپور نه دی خپور شوی.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)