پنجشنبه, جون 4, 2026
پنجشنبه, جون 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

جورجیا ملوني: د څلورو کسانو، چې درې افغانان هم پکې شامل دي، سوځول او قتل «ډاروونکی جرم» دی

د ايټاليا لومړۍ وزيره جورجیا ملوني د څلورو کسانو، چې درې مهاجر افغانان هم پکې شامل دي، د سوځولو او عمدي وژنې په اړه غبرګون کې ویلي چې له دې پېښې «شوکه» شوې ده او دا یې «ډاروونکی جرم» بللی دی. هغې په ایکس (X) کې ليکلي چې ايټاليا به د تاوتريخوالي او ډار پر وړاندې شاتګ ونه کړي او د دې پېښې د ټولو اړخونو د بشپړ روښانه کېدو پر اړتیا يې ټينګار کړی دی. ملوني زياته کړې چې د دې پېښې عاملان بايد د عدالت منګولو ته وسپارل شي. هغې همدارنګه د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

- Advertisment -spot_img