چهارشنبه, جون 3, 2026
چهارشنبه, جون 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ: چمتو یم د ایران له رهبر سره ووینم

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، ویلي چې که مناسب شرایط برابر شي، د ایران له رهبر مجتبی خامنه‌يي سره لیدنې ته لېوالتیا لري. ټرمپ په خپلې تازه مرکې کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو د امکان په اړه ویلي چې د دواړو هېوادونو مشران کولی شي له یو بل سره ښې اړیکې ولري. هغه د ایران له رهبر سره د احتمالي لیدنې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «هو، غواړم هغه ووینم. زه له هر چا سره لیدنې ته لېواله یم. غواړم له هغه سره هم ووینم او ښايي په یوه پړاو کې، د شرایطو د څرنګوالي له مخې، دغه لیدنه ترسره شي.» د ټرمپ دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ایران او امریکا اړیکې لا هم د نړیوال سیاست له مهمو او حساسو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي.

    - Advertisment -spot_img