د کویټ او بحرین په ځینو سیمو کې د راکټي بریدونو له ګڼو راپورونو څو ساعته وروسته، د ایران اسلامي انقلابي ګارډ (سپاه پاسداران) په یوه اعلامیه کې ویلي چې په کویټ کې یې د امریکا د سمندري ځواکونو د پنځمې بېړۍ اړوند یوه پوځي اډه په نښه کړې ده. په اعلامیه کې راغلي چې دغه برید پر یوې نفتلېږدوونکې بېړۍ د امریکا د برید او همدارنګه د قشم ټاپو په جنوب کې د سپاه د مخابراتي برج د په نښه کېدو په غبرګون کې ترسره شوی دی. له بلې خوا، د امریکا د متحدو پوځي ځواکونو قوماندانۍ په یوه بیان کې ادعا کړې چې راکټي بریدونه یې شنډ کړي او په ځواب کې یې د ایران د خاورې ځینې برخې په نښه کړې دي. که دغه پېښه تایید شي، نو د حمل میاشتې له اوربند وروسته به د دواړو هېوادونو ترمنځ تر ټولو جدي پوځي نښته وبلل شي. په ورته وخت کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره سره د واشنګټن او تهران ترمنځ خبرې اترې لا هم روانې دي او ښايي دواړه لوري په راتلونکې اوونۍ کې د سولې یوې هوکړې ته ورسېږي. کویټ او بحرین هم په هغو سیمو کې یاد شوي چې د راپورونو له مخې پکې راکټي بریدونه شوي دي.



