زلمی خلیلزاد، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، ویلي چې د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د ترانسپورټ، مخابراتو او انرژۍ په برخو کې د همکاریو پراختیا کولی شي په دواړو سیمو کې د ستر بدلون لامل شي او لا زیات امنیت، ثبات او اقتصادي هوساینه رامنځته کړي. هغه د «ترمذ» غونډې ته په اشارې، چې ټاکل شوې د غبرګولي له ۱۴مې تر ۱۶مې نېټې پورې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره شي، ټینګار کړی چې دغه بهیر د سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا او د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره یو مهم فرصت برابروي. ټاکل شوې په دې غونډه کې له افغانستان سره د تعامل د پراخولو، د افغانستان–ازبکستان–پاکستان درېاړخیزو خبرو د پراختیا، او له کابل سره د ترانزیټي، سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لارې چارې وڅېړل شي. خلیلزاد باور لري چې د سیمهییز اتصال پراختیا کولی شي د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د نښلوونکي پُل په توګه د افغانستان ځایګی لا پیاوړی کړي او په سترو اقتصادي او ترانزیټي پروژو کې د دغه هېواد رول لا مهم کړي.



