یکشنبه, مې 31, 2026
یکشنبه, مې 31, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ ، تام باراک د امریکا د سوریې او عراق لپاره ځانګړی استازی وټاکه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې تام باراک، د امریکا سفیر په ترکیه کې، د سوریې او عراق په چارو کې د دغه هېواد د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی دی. ټرمپ د یکشنبې په ورځ په خپله ټولنیزه شبکه «تروث سوشال» کې په یوه پیغام کې د باراک د کار ستاینه کړې او ویلي یې دي چې هغه د امریکا د سفیر په توګه په ترکیه کې «ډېر غوره کار» کړی او له دې دندې سره هم‌مهاله به خپلې نوې دندې هم ترسره کوي. د ټرمپ په وینا، دا پرېکړه د واشنګټن او د سوریې او عراق د حکومتونو ترمنځ د ستراتېژیکو همکاریو د پیاوړتیا په موخه شوې او له دغو دوو هېوادونو سره د امریکا اړیکې د پراختیا په حال کې دي. هغه همداراز ټینګار کړی چې باراک به په خپلو نویو دندو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بشپړ ملاتړ ولري او هم مهاله به د امریکا د سفیر په توګه په ترکیه کې خپلو دندو ته دوام ورکړي. په همدې حال کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو تر دې مخکې د سوریې په چارو کې د ځانګړي استازي په توګه د باراک د ماموریت د پای ته رسېدو خبر ورکړی و.

- Advertisment -spot_img