یکشنبه, مې 31, 2026
یکشنبه, مې 31, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

چین د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کې د افغانستان د دوسیې مشري پر غاړه واخیسته

چین په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کې د افغانستان اړوند سلا مشورو، مذاکراتو او د پرېکړه‌لیکونو د مسودو د چمتو کولو مسئولیت پر غاړه اخیستی دی؛ هغه اقدام چې د افغانستان د دوسیې په تړاو د بېجینګ د مخ پر زیاتېدونکي ډیپلوماتیک نفوذ نښه بلل کېږي. د راپورونو له مخې، چین اوس د افغانستان د دوسیې لپاره د «قلم‌دار» یا Penholder هېواد په توګه فعالیت کوي. دا یو مهم رول دی چې له مخې یې یو هېواد د پرېکړه‌لیکونو مسودې چمتو کوي، د امنیت شورا د غړو ترمنځ مذاکرات رهبري کوي او د افغانستان اړوند پرېکړو په جوړولو کې محوري ونډه لري. دا مسئولیت تر دې وړاندې د جاپان په غاړه و، خو د امنیت شورا د غړیتوب د دورې له پای ته رسېدو وروسته، د دغه رول د ترلاسه کولو لپاره د څو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکه سیالي پیل شوه. په پای کې، له څو میاشتو خبرو اترو او اختلاف نظرونو وروسته، چین وتوانېد چې دغه مقام خپل کړي. د روان کال په مارچ میاشت کې، چین د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د ماموریت د غځولو په اړه د پرېکړه‌لیک لومړنۍ مسوده امنیت شورا ته وړاندې کړه. په ملګرو ملتونو کې د چین سفیر هم په رسمي ډول ویلي چې بېجینګ د افغانستان د دوسیې د اصلي مسئول په توګه د یاد پرېکړه‌لیک د چمتو کولو او همغږۍ بهیر رهبري کړی دی. سیاسي شنونکي وایي، چین ته د دغه رول سپارل کېدل ښایي د افغانستان اړوند د امنیت شورا پر دریځ او تعامل اغېز ولري، په ځانګړې توګه د یوناما د ماموریت، د هېواد د سیاسي او امنیتي وضعیت او له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د تعامل په برخو کې. خو د افغانستان اړوند د بندیزونو دوسیه لا هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۹۸۸ کمېټې په چوکاټ کې د متحده ایالاتو تر مسئولیت لاندې پاتې ده.

- Advertisment -spot_img