د لبنان لومړي وزیر، نواف سلام، اسرائیل تورن کړی چې په جنوبي لبنان کې د ښارونو او کلیو په سیستماتیک ډول ویجاړولو او د ملکي وګړو د خپلو کورونو پرېښودو ته په اړ ایستلو سره د «سوځېدلې ځمکې» تګلاره پلې کوي. نواف سلام ویلي، د اسرائیل د هوايي بریدونو زیاتوالی نه امنیت رامنځته کوي او نه هم ثبات، بلکې یوازې د کړکېچ د پراخېدو او د ملکي وګړو د کړاوونو د زیاتېدو لامل ګرځي. د راپورونو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۱۶ کسان د نښتو او بریدونو له امله وژل شوي دي. په همدې حال کې ټاکل شوې چې د امریکا په منځګړیتوب د لبنان او اسرائیل ترمنځ د خبرو نوې دوره راتلونکې اوونۍ په واشنګټن کې ترسره شي. ویل کېږي، د دغو خبرو موخه د تاوتریخوالي کمول او د شخړې د پراخېدو مخنیوی دی. بل لور ته، د اسرائیل پوځ ویلي چې حزبالله د شنبې په ورځ له ۲۰ څخه زیات توغندي د اسرائیل پر لور توغولي دي. د اسرائیلي رسنیو خپرو شویو انځورونو ښودلې چې څو راکټونه د نهاریا ښار ته نږدې سمندر ته لوېدلي، چې له امله یې په ساحل کې موجود کسان له سیمې وتلي دي. د لبنان او اسرائیل پر پوله تاوتریخوالی لا هم مخ په زیاتېدو دی؛ داسې وضعیت چې په سیمه کې د یوې پراخې جګړې د رامنځته کېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.



