شنبه, مې 30, 2026
شنبه, مې 30, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

محمد یعقوب مجاهد: پاکستان به د افغانستان پر ضد د بريد جرئت ونه لري

محمد يعقوب مجاهد، د طالبانو د حکومت د دفاع وزير، له مسکو څخه تر راستنېدو وروسته وويل چې هڅې روانې دي څو پاکستان نور د افغانستان پر ضد هوايي بريدونه ترسره نه شي کړای. هغه همداراز د پاکستاني چارواکو هغه څرګندونې، چې ګواکې «ترهګري» له افغانستانه سرچينه اخلي، د «بې‌ځايه وېرې» پايله وبللې او په ضمني ډول يې اسلام‌اباد تورن کړ چې هڅه کوي د افغانستان په اړه ناسم انځور وړاندې کړي. مجاهد تاييد کړه چې کابل او مسکو په افغانستان کې د شته روسي تجهيزاتو او وسلو د ترميم او بيا رغونې په اړه هوکړې ته رسېدلي دي، خو ټينګار يې وکړ چې دا يو پوځي ـ تخنيکي تړون دی او دفاعي يا امنيتي اړخ نه لري. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د مستقيمو کړکېچونو له کمېدو سره سره، د امنيتي مسايلو او د پاکستان پر ضد د افغانستان له خاورې د استفادې د ادعاوو په اړه د دواړو لورو اختلافات لا هم دوام لري.

    - Advertisment -spot_img