دوشنبه, مې 25, 2026
دوشنبه, مې 25, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

په کندهار کې د درې راډیوګانو تړل کېدل؛ پر رسنیو د فشارونو د زیاتېدو اندېښنې پراخې شوې

د افغانستان د خبریالانو مرکز په کندهار ولایت کې د درې سیمه‌ییزو راډیوګانو د تړل کېدو په غبرګون کې ویلي چې دا اقدام په هېواد کې پر ازادو رسنیو د فشارونو د زیاتېدو نښه ده. په کندهار کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۳مه) د «تحسین‌القرآن»، «سانګه» او «زما زیور» راډیوګانو فعالیتونه درولي دي. د یاد ریاست په وینا، د دغو رسنیو د تړل کېدو لامل د رسمي جواز نشتوالی، د مالیاتو نه ورکول او غیرمعیاري خپرونې ښودل شوي دي. خو د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپله اعلامیه کې ویلي چې ځینې دا دلیلونه، په ځانګړي ډول د «سانګه» او «زما زیور» راډیوګانو په اړه، سم نه دي او تر ډېره د هغوی د فعالیت د بندولو لپاره پلمه بلل کېږي. دې بنسټ زیاته کړې چې تېره اوونۍ په بامیان ولایت کې هم یوه خصوصي راډیو د ورته تورونو له امله تړل شوې وه او له همدې امله د رسنیو پر محدودیتونو اندېښنې زیاتې شوې دي. د خبریالانو د مرکز په وینا، د رسنیو د جوازونو د تمدید لپاره د استخباراتو تایید هم اړین ګڼل کېږي او همدې چارې د ځینو رسنیو کاري بهیر ځنډولی یا یې مخه نیولې ده. په راپور کې راغلي چې په کندهار کې د رسنیو پر فعالیتونو لا زیات محدودیتونه هم شته، چې په کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز، د تصویري مرکو منع او همداراز د ښځو د غږ د خپرولو بشپړ بندیز شامل دي. د دې بنسټ د شمېرو له مخې، دا مهال په کندهار کې شاوخوا لس سیمه‌ییزې راډیوګانې او یوه ملي راډیو فعالیت لري، خو د اعلاني عوایدو له کمښت او د محدودیتونو له زیاتېدو سره مخ دي.

- Advertisment -spot_img