بلوچستان کې د تېلو د یوه ټانکر چاودنه؛ یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او ۷۰ نور کسان ټپیان دي.
د مشال راډيو د راپور له مخې، په بلوچستان کې د تېلو د ټانکر چاودنې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او ۷۰ نور ټپیان شوي دي.
ياده پېښه پرون د بلوچستان په نوشکي ضلع سیمه کې رامنځته شوې ده.
ځايي پولیسو ویلي، په یاده سیمه کې د ولډينګ پر مهال د تېلو يوه ټانکر اور اخيستی،چې سمدستي وروسته موټروان د احتمالي خطر مخنيوي لپاره هغه ټانکر هوارې سيمې ته ورساوه.
د پوليسو پر وينا، پر دې مهال يو شمېر کسان راغونډ شول، کله چې د اور وژونکې ادارې کارکوونکي د اور په مړه کولو بوخت وو،نو ټانکر وچاودېد او ۷۰ کسان یې ټپیان کړل.
راپور کې راغلي چې په دې پېښه کې د ټانکر ډریور د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د پېښې ټپیان بېلا بېلو روغتونونو ته لېږدول شوي او د ځینو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی دی.



