واشنګټن د سياېناېن د راپور له مخې، ډونالډ ټرمپ، د امریکا ولسمشر، د شنبې ورځې د ماښام پر مهال د خلیج هېوادونو له مشرانو او یو شمېر سیمهییزو چارواکو سره په ټلیفوني ناسته کې د ایران اسلامي جمهوریت لهخوا د جګړې د پای ته رسولو لپاره وروستی وړاندیز ارزولی دی. دغه سلا مشورې په داسې حال کې ترسره کېږي چې منځګړو له تهران څخه د خپلو لیدنو او خبرو له پای ته رسېدو وروسته ویلي، ښکېلې خواوې د احتمالي هوکړې لپاره یوه لومړني چوکاټ ته د نږدې کېدو په حال کې دي؛ هغه موضوع چې ښايي د سیمې د تحولاتو بهیر نوې مرحلې ته داخل کړي. یوې سیمهییزې سرچینې سياېناېن ته ویلي چې په دې ټلیفوني خبرو کې د خلیج هېوادونو، پاکستان، ترکیې او مصر لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و. په ورته وخت کې، جيډي ونس، د امریکا مرستیال ولسمشر، په سپینه ماڼۍ کې لیدل شوی او ټرمپ هم اعلان کړی چې له سټیو ویتکاف او جیرډ کوشنر سره به خبرې وکړي. له بلې خوا، یوې اسرائیلي سرچینې سياېناېن ته ویلي چې بنیامین نتانیاهو، د اسرائیل لومړی وزیر، ټاکل شوې د شنبې په شپه له یو شمېر وزیرانو او دفاعي چارواکو سره محدوده امنیتي غونډه ترسره کړي. د سرچینې په وینا، د دې غونډې اصلي تمرکز به د تهران او واشنګټن ترمنځ د روانو خبرو ارزونه وي؛ هغه خبرې چې د اسرائیلي سرچینو په وینا، تلابیب ترې بهر ساتل شوی دی. د واشنګټن، تهران او نورو سیمهییزو لوبغاړو هممهاله سیاسي تحرکات په داسې وخت کې روان دي چې راپورونه د احتمالي هوکړې د ترلاسه کولو او د کړکېچ د لا پراخېدو د مخنیوي لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو د زیاتېدو خبر ورکوي.



