چهارشنبه, جون 3, 2026
چهارشنبه, جون 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

هند افغانستان ته د واکسينونو د توليد لپاره ۲۰ ټنه مواد ولېږل

د هند حکومت اعلان کړی چې افغانستان ته يې د نري رنځ، تيتانوس او ډيفتري واکسينونو د توليد لپاره ۲۰ ټنه حياتي وچ مواد استولي دي. د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند، رندهير جېسوال ويلي چې دغه محموله په افغانستان کې د ماشومانو د واکسيناسيون پروګرام د ملاتړ لپاره لېږل شوې او په راتلونکي کې به نورې مرستندويه محمولې هم واستول شي. هغه ويلي چې هند لا هم د افغانستان د خلکو ملاتړ ته، په ځانګړي ډول د روغتيا په برخه کې، ژمن دی. دا مرسته په داسې حال کې ترسره کېږي چې روغتيايي بنسټونو څو ځله په افغانستان کې د واکسيناسيون پروګرامونو او د ماشومانو د روغتيايي خدمتونو د پياوړتيا پر جدي اړتيا ټينګار کړی دی.

- Advertisment -spot_img