چهارشنبه, جون 3, 2026
چهارشنبه, جون 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

چين: د غزې راتلونکی بايد د فلسطيني ولس د ارادې له مخې وټاکل شي

چين په ملګري ملتونه کې د خپلې استازولۍ له لارې ټينګار کړی چې اسرائيل بايد د غزې د اوربند تړون ته په بشپړه توګه ژمن پاتې شي. چيني چارواکو ويلي چې د غزې د راتلونکي په اړه هر ډول پرېکړه بايد د فلسطيني ولس د ارادې او غوښتنې پر بنسټ وشي او نړيواله ټولنه بايد اجازه ورنه کړي چې د دې سيمې نفوسي جوړښت او جغرافيايي وضعيت بدل شي. چين همداراز په غزه کې د ثبات پر ساتلو او د بشري ناورين د پراخېدو د مخنيوي غوښتنه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې د اوربند له هوکړې سره سره، د غزې پر ځينو سيمو د اسرائيلو راکټي او توپچي بريدونه دوام لري. راپورونه ښيي چې د دغو بريدونو له امله زرګونه فلسطينيان وژل شوي او ټپيان شوي دي. نړيوالو بنسټونو څو ځله په غزه کې د بشري وضعيت د خرابېدو په اړه خبرداری ورکړی او د بريدونو د سمدستي بندېدو او ملکي وګړو ته د بشري مرستو د رسولو غوښتنه يې کړې ده

- Advertisment -spot_img