چهارشنبه, جون 3, 2026
چهارشنبه, جون 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

په کابل کې هغه انجنیر د سوځېدو له سختو ټپونو ومړ چې د بې‌کارۍ له امله یې ځان ته اور اچولی و

انجنیر شمس، د کاپیسا ولایت اوسېدونکی او د درېیو لوڼو پلار، وروسته له هغې نن په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ومړ چې تېره ورځ یې د کابل نړیوال هوايي ډګر پر سړک د بې‌کارۍ او د کار له نه موندلو څخه د ناهیلۍ له امله ځان ته اور اچولی و. ځايي سرچینې په کابل کې وایي، نوموړي د انجینرۍ او کمپیوټر ساینس په برخو کې دوه تحصیلي سندونه لرل او ځان یې د کابل پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي فارغ‌التحصیل معرفي کړی و. د سرچینو په وینا، هغه د کار موندلو لپاره بېلابېلو ادارو ته مراجعه کړې وه، خو د دندې په ترلاسه کولو نه و بریالی شوی. ویل کېږي چې د هغه کورنۍ هم له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ وه او د بې‌کارۍ له امله رامنځته شوې ناهیلي د دې اقدام لامل شوې ده.

    - Advertisment -spot_img