چهارشنبه, جون 3, 2026
چهارشنبه, جون 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کونړ کې يو ځل بیا د پاکستان پوځ ۳ تنه شهیدان او ۱۴ ټپیان کړل

د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځ د بریدونو له امله یو شمېر هېوادوالو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. دانګام کې د طالبانو ولسوال مولوي محمد عمر صدیق ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې د یادو بریدونو له امله ۳ تنه شهیدان شوي او ۱۴ نور ټپیان دي. د نوموړي په وینا، په دغو بریدونو کې دوه ښوونځي، یو روغتیايي مرکز او دوه جوماتونه هم ویجاړ شوي، سربېره پر دې شاوخوا ۸۰ بېلابېل څاروي له منځه تللي دي. ورته مهال د سیمې اوسېدونکي وایي، چې دا ډول بریدونه د ملکي خلکو ژوند ته جدي ګواښ پېښوي او له حکومته غوښتنه کوي، چې د دغه ډول وحشیانه بریدونو مخه ونیول شي.

    - Advertisment -spot_img