شنبه, مارچ 14, 2026
شنبه, مارچ 14, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

افغان ابدالیان د سریلانکا پر وړاندې لوبېږي

د افغانستان او سریلانکا الف لوبډلو ترمنځ د یوازېنۍ څلور ورځنۍ لوبې پچه سریلانکا وګټله او لومړی د افغان ابدالیانو پر وړاندې توپوهنه کوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي، چې افغان لوبډله نن د سریلانکا لوبډلې پر وړاندې څلور ورځنۍ لوبه پیلوي او دا لوبه به د راتلونکې مۍ میاشتې تر دویمې نېټې پورې دوام وکړي.

کرېکټ بورډ تېره ورځ لیکلي وو، چې افغان ابداالیانو د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې د څلور ورځنۍ لوبې لپاره د بشپړ چمتووالي په موخه خپل تمرینات ترسره کړل.

له دې سره د یوازېنۍ څلور ورځنۍ لوبې جام تېره ورځ ماسپښین د دواړو لوبډلو د لوبډلمشرانو له لوري د ابوظبۍ په «ټولېرنس» کرېکټ لوبغالي کې نندارې ته وړاندې شو او دواړو لوبډلمشرانو خبري غونډه هم درلوده.

افغان لوبډلې کې دروېش رسولي لوبډلمشر دی او ورسره د افغانستان په ګټه ریاض حسن، عمران میر، بهیر شاه، افسر ځاځی، عصمت عالم، ضیا اکبر، شمس الرحمن، عرب ګل مهمند، ضیا الرحمن او بشیر احمد لوبېږي.

- Advertisment -spot_img