شنبه, مارچ 14, 2026
شنبه, مارچ 14, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پاکستان: د هند پوځي یرغل نږدې ښکاري

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف له رویټرز اژانس سره مرکې کې ویلي، د ګاونډي هند له لوري پوځي یرغل د کشمیر د تیرې اوونۍ له خونړي برید وروسته نږدې ښکاري، ځکه چې د دواړو اټومي وسلو لرونکو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د هند تر ادارې لاندې کشمیر په پهلګام کې د اپریل په ۲۲ مه د ترهګرو په برید کې ۲۶ کسان ووژل شول.

هند پاکستان تورنوي،چې د کشمیر په شخړه کې یې د ترهګرو ملاتړ کړی دی.

هغه ویلي: « دا احتمال شته چې هند هڅه وکړي، پر پاکستان برید وکړي او جګړه پيل شي. دا یو احتمال دی، ډير ښکاره او واضح احتمال، د ردیدو نه دی.»

آصف زیاتوي، موږ خپل ځواکونه پیاوړي کړي، ځکه چې دا موضوع اوس قریب الوقوع ښکاري،نو په داسې حالت کې باید ځینې ستراتیژیکي پرېکړي وشي او دغه پرېکړې شوې هم دي.

خواجه اصف څرګنده کړه چې د هند له خوا د جګړې نښې زیاتې شوې او د پاکستان پوځ حکومت ته د احتمالي برید راپور ورکړی دی. هغه نور جزئیات نه دي ورکړي،چې ولې یرغل نږدې ګڼي.

رویټرز اژانس څرګندوي چې د هند د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو د دوی پوښتنو ته په دې اړه تر اوسه ځواب نه دی ورکړی.

د پهلګام تر برید وروسته، هند وویل چې دوه شکمن برید کوونکي پاکستانیان وو. پاکستان دا تورونه رد کړي او د یوې بې پرې څېړنې غوښتنه یې کړې ده.

خواجه آصف وویل، پاکستان په لوړه کچه د تیارسۍ پر حال کې دی، خو اټومي وسلې به یوازې هغه وخت وکاروي، کله چې د هېواد بقا ته مستقیم ګواښ متوجه وي.

ښاغلي اصف زیاته کړې،چې اسلام‌اباد له دوستو هېوادونو لکه د خلیج هېوادونو او چین سره اړیکه نیولې او همداراز یې بریتانیا، امریکا او نورو ته هم د وضعیت په اړه وضاحت ورکړی دی. نوموړي زیاته کړې،چې د خلیج ځینو عرب هیوادونو له دواړو لوریو سره خبرې کړې دي.

چین د دوشنبې په ورځ هیله څرګنده کړه وه، چې دواړه خواوې دې له زغم څخه کار واخلي.
خواجه اصف وویل، امریکا تر اوسه په دې مسئله کې له مداخلې ځان ساتلی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ ویلي وو، چې هند او پاکستان به خپله ستونزه حل کړي، خو د امریکا بهرنیو چارو وزارت بیا وروسته وویل،چې له دواړو اړخونو سره تماس لري او هغوی هڅوي،چې د یوې “مسئولانه حل لارې” په لور ګام واخلي.

- Advertisment -spot_img