دوشنبه, مې 25, 2026
دوشنبه, مې 25, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د ستراتیژیک شراکت پر پیاوړتیا د روسیې او هند ټینګار

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ويلي، وزیر سرګي لاوروف د مې په ۱۳مه نوې ډیلي ته د خپل سفر پر مهال له خپل هندي سيال، ایس جې شنکر سره وکتل او پر مهمو دوه اړخیزو مسایلو یې ورسره خبرې وکړې. خبرپاڼه وايي، دواړو لوریو د روسیې او هندوستان ترمنځ پر “ځانګړي او امتیاز لرونکي” ستراتیژیک شراکت یو ځل بیا ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې دغه اړیکې به لا نورې هم پراخوي. دوی زياتوي، په دې لیدنه کې د سوداګرۍ، اقتصاد او ټکنالوژۍ په برخو کې د همکاریو پر زیاتوالي بحث وشو. دواړو هېوادونو هڅه پیل کړې چې په نړیوالو ننګونو کې د یو بل ترڅنګ ودرېږي. دا لیدنه په داسې حال کې کېږي چې په سیمه کې د جګړو او نویو اتحادونو بحثونه ګرم دي. روسیه او هند غواړي وښيي چې د هغوی تاریخي دوستي لا هم په خپل ځای پاتې ده.

    - Advertisment -spot_img