پنجشنبه, مې 14, 2026
پنجشنبه, مې 14, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

اسټرالیا افغانستان کې د جنګي جرمونو د څېړنې لپاره ۴۴ میلیونه ډالر ځانګړي کړي

د استرالیا فدرالي حکومت شاوخوا ۴۴ میلیونه ډالر د دغه هېواد ځانګړي څارنوالۍ دفتر ته ځانګړي کړي دي؛ هغه اداره چې په افغانستان کې د استرالیایي ځواکونو د جګړه‌ییزو جرمونو د تورونو د څېړنې صلاحیت هم لري. استرالیایي رسنیو د چهارشنبې په ورځ، (د ثور ۲۳مه) راپور ورکړی چې دا بودجه د ۲۰۲۶–۲۰۲۷ مالي کلونو د پلان په چوکاټ کې په افغانستان کې د احتمالي جرمونو د څېړنو د دوام لپاره ځانګړې شوې ده. د راپورونو له مخې، دغه څېړنې د افغانستان کې د استرالیا د حضور پر مهال د دې هېواد د ځواکونو له‌خوا د جګړه‌ییزو سرغړونو د تورونو ارزونه کوي. په همدې حال کې، د استرالیا ځینې پخواني پوځیان د دغو څېړنو اړوند قضیو کې له جدي تورونو سره مخ دي. استرالیایي چارواکي وايي چې، د دې ارزونې موخه د ادعاوو بشپړه څېړنه او که سرغړونې ثابتې شي، عدالت به پلی شي.

    - Advertisment -spot_img