د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، د امریکا او ایران ترمنځ مذاکرت ښه روان دي او ډاډمن يم،چې له بمبارۍ پرته به له تهران سره هوکړې ته ورسېږي.
ښاغلي ټرمپ دغه څرګندونې د اپرېل ۲۷مه په نیوجرسي کې خبریالانو ته کړې دي.
هغه زياته کړې: «د ایران وضعیت په تړاو فکر کوم،چې شرایط ښه روان دي. فکر کوم چې هوکړې ته به ورسېږو. ډاډمن یم چې داسې به وشي، موږ به د بمبارۍ له اړتیا پرته یوې هوکړې ته ورسېږو.»
د ایران او امریکا ترمنځ د مخامخ خبرو درېیم پړاو خبرې روانه اوونۍ د عمان پلازمېنې مسقط کې پیل شوې،چې د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، دواړه لوري په ایران کې د یورانیمو د غنيکولو او توغنديو پروګرام پر سر په دې مذاکراتو کې د نظر اختلاف درلود.
په ورته مهال دواړو لوریو ژمنه کړې چې د مذاکراتو راتلونکې غونډه به جوړه کړي.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په اورشلم کې د یوې وینا پرمهال ویلي،چې د واشنګټن او تهران ترمنځ یوازینۍ د منلو وړ هوکړه به، د ایران د اټومي پروګرام په بشپړ ډول لهمنځه وړل وي.



