سي ان ان راپور ورکړی، چې د امریکا د ټکساس ایالت د پولهيي ښار لاریډو کې د بار وړونکي اورګاډي په یوه بکس کې د شپږو کسانو مړي موندل شوي دي. د چارواکو په وینا، دغه مړي د لاریډو په یوه رېل یارډ کې د یونین پاسیفیک اورګاډي د معمول تفتیش پر مهال وموندل شول. پولیس وایي، تر اوسه د دې کسانو د مړینې دقیق لامل نه دی معلوم او په اړه یې هر اړخیزې څېړنې روانې دي. د امریکا د کورني امنیت وزارت، ایالتي پلټونکي او سیمهییز پولیس ټول په دې قضیه کې ښکېل دي. چارواکو ویلي، لا نه ده روښانه، چې ایا د تودوخې لوړوالی د دې پېښې لامل شوی که نه، خو د پېښې په ورځ د لاریډو د تودوخې درجه د فارنهایت په کچه له ۹۰ درجې لوړه ثبت شوې وه. د اورګاډي شرکت «یونین پاسیفیک» ویلي، چې له پلټونکو سره بشپړه همکاري کوي او د دې پېښې له امله یې خواشیني څرګنده کړې ده. پولیس زیاتوي، چې مړي وروسته له هغې وموندل شول، چې د رېل یارډ یو کارکوونکي چارواکو ته خبر ورکړ او د اورګاډي په بکس کې هېڅ ژوندی کس نه و موندل شوی. چارواکي وایي، د پېښې څېړنې په لومړیو پړاوونو کې دي او د مړو هویت، عمرونه او د کډوالۍ وضعیت تر اوسه نه دی څرګند شوی.



