دوشنبه, مې 25, 2026
دوشنبه, مې 25, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

زابل کې شل اووریزې سیالۍ پیل شوې

د زابل ولایت په مرکز کلات کې د اته لوبډلو ترمنځ د شل اووریزو کرېکټ سیالیو لړۍ پیل شوه. د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ د عبدالرزاق په نوم د یوه ځوان په شخصي لګښت او د زابل د کرېکټ امریت په همکارۍ ترسره کېږي. د سیالیو د پرانیستې مراسمو پر مهال د زابل د کرېکټ امر محبوب محبت ویلي، د دغه ډول سیالیو ترسره کېدل ځوانانو ته د لوبې مناسب فرصتونه برابروي او هڅه به وکړي چې په ولایت کې د کرېکټ د پرمختګ لپاره لا زیات کار وکړي. نوموړي زیاته کړې، چې د خصوصي سکتور ملاتړ د لوبغاړو لپاره زمینه پراخوي او دا ډول سیالۍ کولی شي له زابل څخه نوي استعدادونه را څرګند کړي. په دغو سیالیو کې ګډونوالو لوبغاړو هم د یادو لوبو له پیلېدو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې دا ډول سیالۍ د دوی د تجربو په زیاتېدو او د مهارتونو په پیاوړتیا کې مهم رول لري. دغه‌راز لوبغاړو له مسئولینو او سوداګرو غوښتي، چې د کرېکټ او نورو ورزشي برخو ملاتړ ته دوام ورکړي، ترڅو ځوانانو ته لا ډېر فرصتونه برابر شي. د یادونې وړ ده، چې د اته لوبډلو ترمنځ پیل شوې دغه شل اووریزې سیالۍ به ۱۵ ورځې دوام وکړي.

    - Advertisment -spot_img