چهارشنبه, مې 6, 2026
چهارشنبه, مې 6, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د فوزیې کوفي د کورنۍ غړي څنګه د طالبانو له بنده خوشي شول!؟

د فوزیې کوفي د کورنۍ د یو شمېر غړو له خوشې کېدو وروسته، یو شمېر افغان خبریالانو او د بشري حقونو فعالانو د طالبانو له لوري د بندیانو د چلند پر څرنګوالي پوښتنې راپورته کړې دي. افغان خبریالې فرحناز فروتن په خپلو څرګندونو کې ویلي، په داسې حال کې چې یو شمېر افغان خبریالان کلونه او میاشتې کېږي، چې د طالبانو په بند کې دي، خو د فوزیې کوفي د کورنۍ غړي په لنډ وخت کې خوشې کېږي. هغې دا موضوع د پوښتنې وړ بللې او د بندیانو ترمنځ د چلند پر توپیر یې نیوکه کړې ده. ورته مهال، د جمهوري نظام د میدان وردګ پخوانۍ ښاروالې، ظریفې غفاري هم د دغې موضوع په تړاو غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې د کوفي د کورنۍ پر خوشې کېدو خوښ ده، خو باید د نورو بندیانو، په ځانګړي ډول د ښځو حقونو د فعالانو او هغو نجونو د خوشې کېدو لپاره هم هڅې وشي چې د هغې په وینا، له اوږدې مودې راهیسې د طالبانو په زندانونو کې دي. نوموړې زیاته کړې، چې که د سیاسي، یوناما او نورو ټولنیزو فشارونو له لارې د یوې پېژندل شوې څېرې [فوزیه کوفي] د کورنۍ غړي خوشې کېدی شي، نو دا هڅې باید د نورو بندیانو لپاره هم وکارول شي. دغه غبرګونونه داسې مهال مطرح کېږي، چې فوزیې کوفي مخکې ویلي وو طالبانو د هغې د کورنۍ یو شمېر غړي نیولي وو، خو تېره ورځ یې اعلان وکړ چې درې تنه یې خوشې شوي دي. تراوسه طالبانو په دې اړه رسمي وضاحت نه دی ورکړی، خو د دې پېښې په تړاو راپورته شوې پوښتنې د بندیانو د وضعیت او د هغوی د خوشې کېدو د څرنګوالي په اړه بحثونه زیات کړي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو یو شمېر لوړپوړو چارواکو څو اوونۍ وړاندې د فوزیې کوفي په ګډون یو شمېر بهر مېشتو پخوانیو افغان سیاستوالو ته بلنه ورکړه چې هېواد ته ور ستانه شي. فوزیې کوفي تراوسه د خلکو د غبرګونونو په اړه څه نه دي ویلي.

    - Advertisment -spot_img