چهارشنبه, مې 6, 2026
چهارشنبه, مې 6, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

تورخم کې د افغان کډوالو په قصدي ځنډ د طالبانو غبرګون

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت، له پاکستان څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو د وضعیت په اړه په خپاره کړي وضاحت کې ویلي، چې پاکستاني لوری په تورخم کې کډوال د بې ځایه پلمو له امله په ورځو ورځو ځنډوي. فطرت په ډاګه کړې، چې دمګړۍ سلګونه افغان کورنۍ، چې ښځې، ماشومان او سپین ږیري هم پکې شامل دي، د سړک پر سر په خورا سختو شرایطو کې پاتې دي. هغه له پاکستاني اړخ څخه په کلکه غوښتي، چې د افغانانو له ځورولو لاس واخلي او هغوی ته اجازه ورکړي، چې ژر تر ژره خپل هېواد ته داخل شي. دوی ډاډ ورکړی، چې د “مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون” د کډوالو د جذب او ځای پرځای کولو لپاره بشپړ امکانات لري. نوموړي ویلي: «د ورځې چې هر څومره ډېر افغان کډوال افغانستان ته راځي، موږ یې د سمبالولو او خدمت کولو وړتیا لرو.» همدارنګه، دوی له نړیوالو بنسټونو او د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې (UNHCR) څخه غوښتي چې پر پاکستان فشار راوړي ترڅو د کډوالو په وړاندې ستونزې جوړې نه کړي او د هغوی د لېږد بهیر اسانه کړي. دا په داسې حال کې ده، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ یو ځل بیا تونده شوې ده. طالبان د کډوالو د ځنډولو دا عمل یوه لویه بشري ستونزه بولي او ټینګار کوي چې ډیپلوماټیک بنسټونه باید دې حساسې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.

    - Advertisment -spot_img