د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د جنوبي وزیرستان په سیمه کې په یوه ځانمرګي برید کې یو کس وژل شوی او ۱۲ نور ټپیان شوي دي. د پولیسو یوه چارواکي نن سېشنبې، د مې ۵مه د انادولو خبري اژانس ته ویلي، چې بریدګر د دوشنبې ماښام هڅه کړې وه، چې له چاودېدونکو توکو ډک موټر د «اعظم ورسک» بازار ته نږدې پر یوې نظامي پوستې وچوي. خو امنیتي ځواکونو تر دې مخکې چې بریدګر خپل هدف ته ورسېږي، هغه پېژندلی دی. د راپور له مخې، چاودنه د نظامي پوستې څخه په لږ واټن کې شوې او د یوې سترې چاودنې مخه نیول شوې ده. سره له دې چاودنې شاوخوا ودانیو ته زیان اړولی او ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي. اسلاماباد وایي چې دا ډول بریدونه د تحریک طالبان پاکستان ( ټي،ټي،پي) ډلې سره تړاو لري.



