له ایران څخه تخار ولایت ته د زرګونو افغانانو د جبري راستنېدو څو میاشتې تېرې شوي، خو ډېری یې لاهم د سرپناه نشتوالي، وزګارتیا او لومړنیو خدمتونو ته د محدود لاسرسي له امله له سختو ستونزو سره مخ دي. راستانه شويو کډوالو ویلي چې د ژوند شرایط یې ډېر خراب دي او تراوسه یې له اړوندو ادارو څخه کافي مرسته نهده ترلاسه کړې. دغه راستنې شوې کورنۍ زیاتوي، چې له خپلو کورنیو سره په سختو شرایطو کې ژوند کوي او تراوسه د کومې ادارې له لوري عملي مرسته نهده ترلاسه کړې. دوی له حکومت څخه د سرپناه جوړولو او د کار زمینې برابرولو غوښتنه کوي. په همدې حال کې، د تخار یو شمېر ټولنیز فعالان وایي چې ډېری راستانه شوي، مسلکي مهارتونه لري او حکومت باید ورته د کار زمینې برابرې کړي. بل لور ته، په تخار کې مسئولين وایي، د کډوالو د ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي. د تخار د کډوالو چارو رییس شېراحمد انوري ویلي چې د لوړپوړو طالب چارواکو په همغږۍ د کډوالو لپاره د ژوند د ښهوالي پروګرامونه تر کار لاندې دي. هغه وایي: «د بهارک ولسوالۍ په هوارسايي سیمه کې شاوخوا دوه زره جریبه ځمکه د کډوالو لپاره ځانګړې شوې ده، چې د مرکز له لیسته ثبت شوي او بېسرپناه کسان به پکې ځای پر ځای شي.» د یادونې وړ ده، چې په تېرو نږدې دوو کلونو کې له ایران او پاکستان څخه سلګونه زره افغان کورنۍ هېواد ته راستانه شوي، خو ډېری یې لا هم د خیمو لاندې یا د کرایي کورونو کې له نامعلوم راتلونکي سره ژوند کوي.



