یکشنبه, مې 3, 2026
یکشنبه, مې 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د هند په غوره لیګ کې د نوراحمد ښه بېټنګ او د افغان لوبغاړو بریاوې

د هند په غوره لیګ سیالیو کې تېره شپه چینای سوپر کینګز، چې د افغانستان نوراحمد لکڼوال په کې لوبېږي، په ۸ ویکټونو او ۱۱ توپونو ممبيي انډینز ته ماتې ورکړه. نوراحمد په دې سیالۍ کې نه یوازې ۲ لوبغاړي وسوځول، بلکې تر ټولو کمې منډې یې ورکړې. ده په ۴ اورونو کې ۲۶ منډې ورکړې چې ایکانومي یې تر ټولو کمه یعنې ۶ اعشاریه ۵۰ وه او تر ټولو مهم لوبغاړي یې وسوځول. له همدې امله (کریک انفو) نوراحمد د سیالۍ تر ټولو اغېزمن لوبغاړی بللی دی. تر دې دمه د هند په روان غوره لیګ کې د افغان لوبغاړو په منځ کې الله داد غضنفر ډېرې ویکټې اخیستي دي. ده په ۷ سیالیو کې ۱۱ لوبغاړي سوځولي، خو ایکانومي یې ۹ اعشاریه ۵۰ ده. ورپسې راشد خان په ۹ سیالیو کې ۱۰ لوبغاړي سوځولي او ایکانومي یې ۸ اعشاریه ۳۰ ده. نوراحمد لکڼوال په ۹ سیالیو کې ۹ لوبغاړي سوځولي او ایکانومي یې ۸ اعشاریه ۴۸ ده. تر دې دمه غضنفر تر دوو نورو افغان لوبغاړو ښه ځلېدلی دی، خو راشد خان په وروستۍ سیالي کې ډېره ښه لوبه وکړه، نه یوازې دوه لوبغاړي یې وسوځول، بلکې تر ټولو کمې منډې یې ورکړې. د هند په غوره لیګ کې د افغانستان څلورم لوبغاړي، عظمت الله عمرزي ته، چې د نړۍ تکړه آل راونډر دی، تراوسه د لوبېدو چانس نه دی ورکړل شوی.

    - Advertisment -spot_img