یکشنبه, مې 3, 2026
یکشنبه, مې 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پنجشېر کې د پنځه ګونو ماشومانو مور له روغتونه رخصت شوه

یوه مور چې د پروان ولایت اوسېدونکې ده، د پنجشېر ولایت د عنابه ولسوالۍ په ایمرجنسي روغتون کې د پنځه ګونو ماشومانو مور شوې وه، له شاوخوا یو میاشت او لس ورځو روغتیايي څارنې او درملنې وروسته له خپلو ماشومانو سره په ښه روغتیا رخصت شوه. د پنجشېر ولایت مسئولین وايي چې دغه ماشومان بې وخته او کم‌وزنه زېږېدلي وو او د درملنې په موده کې د ډاکترانو تر دوامدارې څارنې لاندې ساتل کېدل. اوس د هغوی روغتیایي وضعیت ښه شوی او وزن یې شاوخوا ۳ تر ۳.۵ کیلو ګرامو ته رسېدلی دی. د عامې روغتیا رئیس حجت‌الله محمدي ویلي، چې د مور او ټولو ماشومانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی او دوی بشپړ روغ شوي دي. مسئولین زیاتوي، چې په پنجشېر کې روغتیایي خدمات په معياري ډول وړاندې کېږي او د ښه امکاناتو له امله د نورو ولایتونو ناروغان هم د درملنې لپاره دې ولایت ته مراجعه کوي.

- Advertisment -spot_img