پنجشنبه, اپریل 30, 2026
پنجشنبه, اپریل 30, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ، له اوپیک څخه د اماراتو د وتلو هرکلی وکړ

د امریکا ولسمشر، له اوپک څخه د متحده عربي اماراتو د وتلو د پرېکړې هرکلی وکړ. ډونالډ ترمپ په یوه خبري غونډه کې ویلي: «زما په اند دا ډېره ښه پرېکړه ده. محمد بن زاید آل نهیان ډېر هوښیار دی او ښايي غوښتل یې خپله لاره غوره کړي.» ټرمپ زیاته کړې چې باور لري دا بدلون به په پای کې د پیټرولو، تېلو او نورو شیانو د بیو په راټیټولو کې مرسته وکړي. متحده عربي اماراتو تېره اوونۍ اعلان وکړ، چې د همدې اوونۍ له جمعې څخه به له اوپيک او اوپيک پلس څخه ووځي. کارپوهان دا پرېکړه ډېره ناڅاپي نه بولي، ځکه د اماراتو د تېلو د تولید وړتیا تر هغې اندازې لوړه ده چې اوپيک ورته ټاکلې ده. ټرمپ همداراز ویلي چې د اماراتو دا پرېکړه ښايي اوپيک ته ستونزې جوړې کړي.

- Advertisment -spot_img