پنجشنبه, اپریل 30, 2026
پنجشنبه, اپریل 30, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

افغانستان د رسنیو د ازادۍ له پلوه بد حالت تجربه کوي

د بې پولې خبریالانو سازمان د ۲۰۲۶ م کال په خپل تازه راپور کې ویلي چې افغانستان د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې ۱۷۵م مقام خپل کړی او لا هم په نړیواله کچه د رسنیو د ازادۍ له پلوه په بدترین حالت کې دی. که څه هم د هېواد امتیاز یو څه لوړ شوی، خو دغه بدلون په عمومي وضعیت کومه اغېزه نه ده کړې. دا سازمان د رسنیو ازادي په پنځو برخو کې ارزوي چې افغانستان په نږدې ټولو برخو کې خورا ټیټې نمرې اخیستي دي. په سیاسي برخه کې چې پر رسنیو د حکومت نفوذ سنجوي، افغانستان په ۱۵۸م مقام کې دی چې د رسنیو پر محتوا د طالبانو سخت کنټرول په ډاګه کوي. په اقتصادي برخه کې دا هېواد په ۱۶۵م مقام کې پاتې شوی چې د رسنیو مالي ماتې او د نړیوالو مرستو نشتوالی ښيي. د قانوني او ټولنیزو برخو له مخې هم وضعیت بوږنوونکی دی او د امربالمعروف قانون د پلي کېدو له امله پر رسنیو فشارونه اوج ته رسېدلي دي. په امنیتي برخه کې افغانستان د تېر کال په پرتله نور هم شاته لوېدلی او ۱۷۷م مقام ته رسېدلی چې دا د خبریالانو پر وړاندې د نیولو او ګواښونو د کچې لوړوالی ثابتوي. راپور زیاتوي چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان رسنیزه فضا په بشپړ ډول بدله شوې ده. د طالبانو له راتګ وروسته په لومړیو دریو میاشتو کې ۴۳ سلنه رسنۍ وتړل شوې او له ۱۲ زرو څخه زیاتو خبریالانو خپله مسلکي دنده پرېښوده. په دې منځ کې ښځینه خبریالانې تر ټولو ډېرې ځپل شوې دي؛ په داسې ډول چې له هرو لسو ښځینه خبریالانو څخه اته یې اوس دندې نه لري او هغه چې په کار بوختې دي، هم په انځور کې د حضور پر ممنوعیت او معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې له سختو خنډونو سره مخ دي. د بې پولې خبریالانو سازمان په وینا، اوسمهال په افغانستان کې د دین، د ښځو حقونو او بشري حقونو په اړه راپور ورکول عملاً له منځه تللي او خبریالان اړ دي چې خپل مطالب له خپرولو وړاندې د تایید لپاره طالب چارواکو ته وسپاري. دا مهال لږ تر لږه څلور خبریالان د طالبانو په زندانونو کې بنديان دي. دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې د ازادو رسنیو نشتوالی په افغانستان کې روڼتیا او ځواب وینه په بشپړ ډول له منځه وړي او دا د خلکو د بنسټیزو ازادیو د تروړل کېدو یوه ښکاره نښه ده.

- Advertisment -spot_img