د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي سیاست ویاند، نابیلا مصرالي ټینګار کړی، چې له طالبانو سره د یادې ټولنې تعامل په هېڅ ډول د طالبانو د حکومت د په رسمیت پېژندنې په معنا نه دی. مصرالي په یوه خبري ناسته کې وویل، د اروپايي ټولنې د شورا لخوا ورته دنده سپارل شوې چې له طالب چارواکو سره «عملياتي اړیکې» ولري. نوموړې زیاته کړه: «موږ په کابل کې خپله کاري ډله ساتو ترڅو د حالاتو څارنه وکړو، د خپلو غړو هېوادونو مرسته وکړو او د افغانانو لپاره خدمات وړاندې کړو؛ دا په هېڅ صورت د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندنه نه ده.» دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې فرانس پرس خبري اژانس راپور ورکړی، اروپايي ټولنه د هغو افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د خبرو اترو لپاره د طالبانو د یو «تخنیکي پلاوي» بلنې ته چمتووالی نیسي چې په اروپايي هېوادونو کې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري. د راپورونو له مخې، اروپايي چارواکي غواړي د کابل هوايي ډګر د ظرفیت او د بېرته ستنو شویو کسانو د خوندیتوب په اړه معلومات راټول کړي. دغه احتمالي اقدام له پراخو نیوکو سره مخ شوی دی. د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو او د ښځو د حقونو فعالانو په یوه پرانیستي لیک کې د اروپايي ټولنې لوړپوړو چارواکو ته ویلي، چې له طالبانو سره هر ډول تعامل د هغوی د «ظالمانه رژیم» د مشروعیت او عادي کولو په معنا دی. دوی دغه چاره د افغان مېرمنو پر وړاندې «خیانت» بللی او له اروپايي ټولنې یې غوښتي چې دا «تخنیکي خبرې» سمدستي بندې کړي.



