حسن فضلالله، د لبنان په پارلمان کې د حزبالله استازي، هغه هوکړهلیک رد کړی چې د اسراییل او لبنان ترمنځ په واشنګټن کې لاسلیک شوی او هغه یې د لبنان د ګټو پر ضد بللی دی. هغه په یوه څرګندونه کې ویلي: «هغه لاره چې لبناني چارواکو خپله کړې ده، یو اړخیز او بېدلیله امتیاز ورکول دي، چې یوازې د هېواد د کمزوري کېدو لامل شوي او د اسراییلي دښمن د ګټو لپاره خدمت کوي.» فضلالله همدارنګه خبرداری ورکړی چې دا هوکړه ښايي په لبنان کې «د کورنیو خطرناکو ناندریو د رامنځته کېدو لامل» شي. د امریکا د متحده ایالاتو د وړاندیز شوي پلان له مخې، چې د لبنان او اسراییل ترمنځ د هوکړې بنسټ پرې ولاړ دی، اسراییلي ځواکونه به په پړاوونو کې د بېلابېلو سیمو واک د لبنان پوځ ته وسپاري. په بدل کې به د لبنان پوځ دغو سیمو ته د حزبالله د وسلوالو غړو د ننوتلو د مخنیوي پازوالي پر غاړه ولري. لبنان د خبرو اترو پر مهال د دغه هېواد له سوېلي سیمو څخه د اسراییلي ځواکونو د بشپړ وتلو غوښتنه کړې وه.



