چهارشنبه, اپریل 29, 2026
چهارشنبه, اپریل 29, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کرېکټ بورډ: راتلونکې میاشت د ملي شل اووریز جام کرېکټ سیالۍ پیلېږي

د افغانستان کرېکټ بورډ ويلي، چې د کورني کرېکټ د کلني مهالوېش له مخې به د «امید وطن» په نوم د ملي شل اووریز جام سیالۍ راتلونکې میاشت پیل شي. د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې؛ دغه سیالۍ د راتلونکي مې میاشتې پر ۲مه د هيواد د پنځو زونونو د لوبډلو ترمنځ د کندوز په کوربه‌ توب پيل شي. کرېکټ بورډ پرون دوشنبه د دغو سياليو لپاره د لوبډلو نوملړونه هم اعلان کړل. په ټاکل شويو نوملړنو کې نجیب الله ځدراڼ، حضرت الله ځاځی، اعجاز احمدزی، ذبید اکبري او عمران میر د لوبډلمشرانو په توګه ټاکل شوي دي. د دغو سیالیو موخه د کورني کرېکټ پیاوړتيا او د ملي، الف او نوولس کلنو لوبډلو لپاره د وړ لوبغاړو موندل دي. د یادونې وړ ده،چې ملي شل اووریز جام سیالۍ هر کال ترسره کېږي. د دې سیالیو لومړی پړاو د «قوش تپه»، دوهم پړاو د «واخان» او سږنی درېيم پړاو د «امید وطن» په نوم ترسره کېږي.

- Advertisment -spot_img