د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، ایراني پلاوی اسلاماباد ته د رسمي سفر لپاره تللی او امریکا سره د لیدنې لپاره هېڅ پلان نهلري. ښاغلي بقایي نن شنبه ثور ۵ / اپرېل ۲۵ پر اېکسپاڼه لیکلي: «د ایران او امریکا ترمنځ د هېڅ غونډې پلان نشته. د ایران نظرونه به پاکستان سره شریک شي.» نوموړي زیاته کړې چې د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي به د پاکستان لوړپوړو چارواکو سره د امریکا جګړې پای ته رسولو او سیمه کې د سولې ټینګښت لپاره د هغوی د دوامداره منځګړیتوب په موخه لیده کاته وکړي. د ایران پلاوی تېر ماښام اسلاماباد ته سفر وکړ او ویل شوي چې هغه به امریکا سره د سولې خبرو دویم پړاو کې ګډون وکړي. ورته وخت کې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د امریکا پلاوی هم نن اسلاماباد ته سفر کوي.



