د ملګرو ملتونو د بشري مرستو دفتر اوچا له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنېدونکو ښځو او نجونو په اړه اندېښنه ښودلې ده. اوچا ویلي، له پاکستان څخه راستنېدونکې ښځې او نجونې یو له تر ټولو بې وسه کسانو شمېرل کیږي چې ډېری یې له هیڅ ډول شتمنۍ او وسایلو پرته افغانستان ته اړول کیږي. د ملګرو ملتونو دې دفتر ویلي، دغه ښځې او نجونې په افغانستان کې د زده کړو، خدمتونو، کاري فرصتونو او خوندیتوب له سخت محدود لاسرسي سره مخ دي. اوچا زیاته کړې، بشري مرستې خورا اړینې دي څو د هغوی بېړنۍ اړتیاوې پوره او لازم ملاتړ ورته برابر شي. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې له ایران او پاکستان څخه تر دوه میلیونو زیات افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي چې په روغتیایي، استوګنې، زده کړو او کار برخو کې له ستونزو سره مخ دي.



