په افغانستان کې ملګري ملتونه وايي، د طالبانو له خوا د نجونو پر منځنیو زدهکړو د بندیز دوام لا هم د انساني پانګې د عادلانه پرمختګ پر وړاندې تر ټولو مهم جوړښتي خنډ بلل کېږي. دغه سازمان یکشنبه د وري پر ۳۰مه، دا موضوع یو ځل بیا یاده کړې ده. ملګرو ملتونو زیاته کړې، چې په افغانستان کې له ۳۴ میلیونو ډېر کسان د مرستندویو پروګرامونو تر پوښښ لاندې راغلي او له ۴.۶ میلیونو ډېر ماشومان د دې سازمان په ملاتړ په ښوونځیو کې شامل شوي دي. همداراز، شاوخوا ۴۵ زره دایمي دندې رامنځته شوې، چې یوه برخه یې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ښځو او نارینهوو ته ځانګړې شوې ده. بلخوا، دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې د بشري مرستو کمښت، اقلیمي بدلونونه، پراخې بېځایه کېدنې او شته محدودیتونه لا هم پر کورنیو او بنسټیزو خدمتونو سخت فشار راولي. نږدې پنځه کاله کېږي، چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو محرومې کړې دي.



