د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي چې په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ، د تاوتریخوالي د زیاتېدو خطر لا هم لوړ دی. اوچا شنبه د وري پر ۲۹مه، د روان میلادي کال د اپریل له ۷مې تر ۱۷مې پورې یو راپور خپور کړی چې پکې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله رامنځته شویو زیانونو ته اشاره شوې ده. دغه دفتر دغه راز ټینګار کړی چې د ساتنې برخې شریکانو له دوو زرو او ۲۰۰ څخه زیاتو کسانو ته رواني-ټولنیز خدمتونه وړاندې کړي او د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي اړوند یې د هغوی ملاتړ کړی دی. په راپور کې راغلي: «په داسې حال کې چې پراخ امنیتي خطرونه لا هم لوړ دي؛ اټکل کېږي چې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي زیات خطر، د ماشومانو کار او رواني فشارونو شاوخوا ۱۴ زره کسان اغېزمن کړي دي.» اوچا زیاته کړې چې بشري شریکانو د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله چې د هېواد ډېری سیمې یې اغېزمنې کړې دي، د بېړنیو مرستو هڅې پراخې کړې دي. په ټولیز ډول راپور ورکړل شوی چې «سلګونه کسان مړه یا ټپیان شوي دي»، زرګونه کورونه زیانمن یا ویجاړ شوي، حیاتي بېخبناوې لکه سلګونه کیلومتره مهم سړکونه او څو پلونه ویجاړ شوي او د کرنیزو ځمکو پراخې برخې هم زیانمنې شوې دي. اوچا څرګنده کړې چې له ۷۳ زرو ډېر کسان زیانمن شوي او له ۳۱ زرو څخه ډېر کسان په ګوته شوي چې بېړنیو مرستو ته اړیتا لري. دغه دفتر ټینګار کړی چې د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو له زیانمنو کورنیو سره مرسته کړې ده.



