د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې په یوه ورځ کې یې په جوزجان او فراه ولایتونو کې ۴۱ کسان په دُرو وهلي دي. یادې محکمې شنبه د وري پر ۲۹مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په جوزجان کې د دوو ښځو په ګډون ۲۷ کسان د نامشروع اړیکو، د مخدره توکو د قاچاق، روژې خوړلو او د والدینو د ځورولو په تور له ۲۰ تر ۳۹ دُرې وهل شوي دي. دې محکمې مخکې ویلي وو چې په فراه ولایت کې یې د «لواطت» په تور ۱۴ کسان په دُرو وهلي دي. طالبانو تېره اونۍ په کابل، خوست او هرات ولایتونو کې له ۱۰ ډیر کسان په بېلابېلو تورونو په دُرو وهلي دي. د دې ډلې صحرایي محاکمې زیاتې شوې او تېر کال یې له زرو ډېر کسان مجازات کړي دي.



