چهارشنبه, اپریل 15, 2026
چهارشنبه, اپریل 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

سکات بسنت: چین نه شي کولای د ایران نفتي توکي ترلاسه کړي

د امریکا د خزانې وزیر، سکات بسنت ویلي، چې چین به د ایران نفت ترلاسه نه‌کړای شي او واشنګټن هڅه کوي د ایران د نفتو د لېږد مخه ونیسي. بسنت په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې چین کولای شي نفت وارد کړي، خو د ایران نفت نه‌شي ترلاسه کولای. هغه ټینګار وکړ، چې امریکا به داسې اقدامات وکړي، ترڅو د ایران نفت نړیوالو بازارونو، په ځانګړي ډول چین ته، ونه‌رسېږي. نوموړي زیاته کړې، چې امریکا ښايي د هرمز په تنګي کې د ایران د نفتو د ټانکرونو د تېرېدو مخه هم ونیسي. د هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه دی، چې د نړیوالو نفتو لویه برخه ترې تېرېږي. چین د ایران د نفتو له مهمو پېرېدونکو څخه ګڼل کېږي، ښاغلي بسنټ د «یو غیرباوري نړیوال شریک» وباله او ویې ویل چې دغه هېواد د نفتو د زېرمه کولو او د ځینو توکو د صادراتو د محدودولو له لارې ناسم چلند کوي. هغه دا هم ویلي، چې دا موضوع یې له چینايي چارواکو سره شریکه کړې، خو دا یې ونه ویل، چې دغه کړکېچ به د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د مې میاشتې بیجینګ ته پر احتمالي سفر څه اغېز ولري.

- Advertisment -spot_img